سیمه ییز خبرونه

پولیس دي په بلخ كې د خبريالانو د وژلو عاملين پيدا كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په بلخ كې يو شمير ښځينه خبريالانو او د محصلينو د همغږۍ مركز د يوې غونډې په ترڅ كې د ناامنيو او خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي پر ډيریدو انديښنه ښودلې ده.

دوى د دغو پښښو د نه څيړلو له کبله په حكومت نيوكه كوي او وايي،كه د خبريالانو د وژلو پېښې په جدي توگه ونه څېړل شي؛ نو ښايي ډېرې ښځينه خبريالانې په دې ولايت كې له كاره لاس واخلي .

د پلوشې توخۍ پلار،له عدلي او قضايي ارگانونو وغوښتل، چې د لور وژونكي يې پيدا او د قانون منگولو ته وسپارل شي. نوموړې  چې دوه ورځې وړاندې په خپل كور كې وژل شوې ده.

پلوشه توخۍ، چې په مزارشريف كې يې له يوه رسنيز مركز سره كار كاوه د دغه ښار په درېيمه ناحيه كې د  يوه نا پيژانده شخص له خوا د چاقو په گوزارونو وژل شوي وه .

Trending

Exit mobile version