تازه خبرونه

پولیس ځواکونه باید د خلکو د شخصي او ټولنیز امنیت د ډاډمنولو لپاره هڅې وکړي

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیالانو، رییسانو او د بېلابېلو څانګو چارواکو ګډون کړی و.

Published

on

Last Updated on: وږی ۵, ۱۴۰۴

کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دې وزارت د مرکزي دفتر په یوه امنیتي ناسته کې ویلي، چې پولیس ځواکونه باید د خلکو د شخصي او ټولنیز امنیت د ډاډمنولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د سې‌شنبې پر ورځ( د وږي څلورمه) په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې سراج الدین حقاني د خپلو خبرو پرمهال ویلي: ” پولیس ځواکونه باید د خلکو د رښتیني خدمتګارانو په توګه د خلکو د باور د پیاوړتیا لپاره شپه او ورځ هڅې وکړي.”

د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت مرستیالانو، رییسانو او د بېلابېلو څانګو چارواکو ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version