تازه خبرونه

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې پولیسو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته لګول شوې خیمې ټولې او ۱۶ اعتراض کوونکي یې ونیول.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې د ننګرهار ولايت د ټاکنو خپلواک کميسیون د دروازې مخې ته تېره ورځ له مازيګر وروسته د لوی ملي ائتلاف په نوم خیمې ودرول شوې؛ خو د امنیه قومندانۍ په مشرۍ امنيتي ځواکونو د شپې ناوخته یادې دوه خیمې ټولې او له پولیسو سره مقاومت کوونکي شپاړس کسان یې ونيول.

ننګرهار امنيه قومندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، د ټولو هغو کسانو سره به تر ټولو سخت قانوني چلند شي، چې ناقانونه کړنې تر سره کوي.

دمګړۍ په دې ولایت کې د ټاکنو خپلواک کميسون دروازې په عادي ډول د خپلو مامورينو او ټولو مراجعينو پرمخ پرانيستې دي .

تېره اوونۍ یاد ائتلاف په بلخ، کندهار او هرات ولایتونو کې اعتراضي خیمې ودرولې؛ خو د هرات پولیسو اړوند خیمه ټوله او یو شمېر اعتراض کوونکي یې ونیول؛ خو تر دې دمه په بلخ او کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون در وازې د اعتراض کوونکیو لخوا تړلې پاتې دي.

د سرتېرو له خوا په شپاړس نیول شویو کسانو کې د ظاهر قدیر او حضرت علي نږدې کسان هم شته. دواړو دا کار غندلی او ویلې یې دي؛ حکومت د هغو مدني حرکتونو مخه نسي، چې د حق غوښتنه کوي. د ولسي جرګې غړی حضرت علي وايي، امنیتي ځواکونو د معترضانو سره برخورد کړی، چې له کبله یې د دوی یو شمېر پلویان ټپيان شوي.

هغه زیاتوي، حکومت د معترضانو یو شمېیر وسایل هم له ځان سره وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه کمیسیون تېره ورځ په هغو ولایتونو کې د پارلماني ټاکنو له ځنډوو خبرداری ورکړ، چې په کې د کمیسیون دفترونه وتړل شي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version