بلخ @ps
پولیسو په فاریاب کې د طالبانو د ماليې راټولوونکی نیولی
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
یاد وزارت د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۳۱) په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو نن سهار د فاریاب ولایت په میمنه ښار کې طالبانو ته د مالیې راټولولو مسوول قاري یحیی نیولی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې له نوموړي څخه یو میل کلاشینکوف هم پولیسو ته په لاس ورغلی دی.
طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.
دغه راز ویل شوي، چې پولیسو تېره ورځ دوه نا مسووله ولسوال هم د دوه یمې امنیتي حوزې په اړږوند سیمه کې له پېژندلو وروسته نیولي او ترې دوه میله وسله تر لاسه شوې ده.