تازه خبرونه

پوهنه مو د هېواد کورنې موضوع ده، نور هېوادونه دې په کې له لاسوهنې ډډه وکړي – حقاني

Published

on

Last Updated on: غویی ۳, ۱۴۰۳

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی سراج الدین حقاني په کابل کې د اروپايي هېوادونو له میشتو افغانانو ټولنو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې د پوهنې موضوع د هېواد د کورنیو مسایلو برخه ده او اسلامي امارت به په دې برخه کې د نورو هېوادونو پر فرمایش کار ونکړي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛  سراج الدین حقاني له افغان پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان پر خپلواکۍ ټینګار کړی او څرګندوي، چې نړۍ باید د افغانستان واقعیتونه درک کړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: افغانان له څو لسيزو سختې مبارزې وروسته خپلو اساسي هيلو ته، چې آزادي، د خپل وطن مالکیت او اسلامي نظام قیام و؛ ورسيدل او ټول لوري بايد اوس‌مهال له رامنځته شوي فرصت څخه د ھېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار واخلي. د تعلیم بحث مونږ پورې اړه لري، مونږ یې پخپله زمینه مساعدوو؛ ځکه، چې دا زمونږ د خپلو بچیانو مسئله ده او هیڅوک زمونږ پر اولادونو له مونږ ډېر مهربان ندي.

سراج الدین حقاني دا هم ویلي، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د متقابل احترام پر بنسټ مثبت تعامل غواړي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت هیڅکله د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي او له دوی هم هیله کوي، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

د اروپا میشتو افغانانو پلاوی، چې یو شمېر علمي او فرهنګي شخصیتونه هم په کې دي؛ په دې وروستیو کې کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې پر بېلا بېلو موضوعاتو لیدنې – کتنې کړي دي.

دغه  پلاوي د پوهنې وزارت له چارسمبالي سره کتلي او د پوهنې د وضعیت د ښه‌والي په اړه یې دغه وزارت ته وړاندیزونه هم کړي دي.

په اروپا کې د میشتو افغانانو ټولنو د پلاوي غړي حکمت‌الله حکمت ويلي: بحث د اسلامي امارت د مشرتابه پر قانع کولو راوڅرېده، چې د نجونو ښوونځيو تړل په حقيقت کې يو غير ملي بهیر دی او خلک له نظام څخه ناراضه کیږي، واټن نیسي او د ټولنې نیمه برخه بېلیږي.

ویل کیږي، چې د اسلامي امارت دروازې د ټولو خیر غوښتونکیو پر مخ خلاصې دي او حکومت هڅه کوي، چې په هېواد کې شته ستونزې حل کړي.

Trending

Exit mobile version