بی بی سی پښتو

پوهنې وزارت: تر ۱۲ کلنۍ پورته نجونې دې نور په غونډو کې ترانې نه وایي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۰, ۱۳۹۹)

د افغانستان د پوهنې وزارت په عمومي غونډو او مجلسونو کې له ۱۲ کلنو پورته نجونې زدکوونکې له ترانې ویلو منع کړې دي.

د دغه وزارت یو رسمي مکتوب کې چې خواله رسنیو ته راوتلی راغلي، هڅه دې وشي له ۱۲ کلنو ښکته نجونو او هلکانو دې د ترانې ویلو لپاره کار واخیستل شي او په هغو غونډو کې چې ټولې ګډونوالې یې ښځې وي د ۱۲ کلنو پورته نجونو له لورې د ترانې ویل استثنا دي.

په دغه مکتوب کې ټولو شخصي او دولتي ښوونځیو ته لارښوونه شوې چې له دوولس کلنو پورته نجونو د ترانو ټیمونو ته د نارینه وو لخوا روزنه ورنه کړل شي.

یاد وزارت خبرداری ورکړی چې د سرغړونې په صورت کې مسئولیت د ښوونځیو مدیرانو ته ورګرځي او سرغړوونکو سره به تادیبي اجرات کېږي.

د وزارت دریځ څه دی؟

د ښوونې او روزنې وزارت ویاندې نجیبې ارین بي بي سي ته وویل، د زدکوونکو کورنیو او پخپله زدکوونکو نیوکه درلوده چې د لیسې دورې د درسونو فشار او حجم زیات دی.

سربېره پر دې دغه وزارت وایي، ۱۳۹۹ کال کې دوی د کورونا وېروس له امله له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو ۱۴۰۰ کال کې به یې ډېر تمرکز د درسونو پر دوام وي چې د تېر کال اړوند دي.

اغلې ارین وایي، د کورنیو د همدغو نیوکو پر بنسټ او د مشرانو جرګې په سپارښتنه پرېکړه وشوه چې د منځنۍ او لېسې دورې له زدکوونکو دې د غونډو او مجلسونو پر مهال د ترانې ویلو لپاره کار نه اخیستل کېږي او د ابتدایه دورې له زدکوونو دې د ترانې ویلو لپاره کار واخیستل شي.

دې پرېکړې ته غبرګونونه څه دي؟

Getty Images

پوهنې وزارت دغې پرېکړې ته په خواله رسنیو ګڼ غبرګونونه ښودل شوي. ځینې د یاد وزارت پرېکړه طالباني فکر بولي او د معارف وزارت له وزیرې رنګینې حميدي یې د وضاحت غوښتنه کړې.

مدني فعاله عطیه مهربان وایي موږ ځکه د طالبانو له راتګ سره مخالفت لرو که د طالبانو له راتګ وړاندې تاسو موږ ته اسلامي امارت جوړوئ غوره ده چې طالبان موږ ته عمارت جوړ کړي.

څانګه کابل کې د منځنۍ دورې نهم ټولګي زدکوونکې ده .هغه وایي، د ښوونې او روزنې ریاست له دې پرېکړې خوښه ده ځکه چې سږ کال موږ په کافي اندازه وخت پیدا نه کړ چې خپلو درسونو ته رسېدنه وکړو او لوی لامل یې دا دی چې کورونا وبا زموږ د ټول کال درسونو سیستم ګډوډ کړ خو د درسونو د زیات فشار سره سره به مو کله نا کله ترانې هم ویلې یا په خپل ښوونځي کې او یا هم په ځینو غونډو کې چې د ښوونځي له لوري به نیول کېدلی.

هغه وایي، نه یوازې دا چې وخت به یې ضایع کېده، بلکې کورنیو یې هم دوی ته اجازه نه ورکوله خو اوس معارف ریاست ښه پرېکړه کړې چې موږ خپلو درسونو ته پام وکړو او د کورونا وبا له امله مو چې ونشو کولای درسونه ووایو اوس یې حجم ډېر دی او ډېر وخت ته اړتیا لرو چې درس ولولو.

د لېسې دورې یوه بله زدکوونکې شبنم بیا وایي نه یوازې دا چې د دوی له لورې د ترانې اجرا به د دوی وخت نیولو او نه به یې شو کولای د ښوونځي ورځني درسونه په سمه توګه زدکړي بلکې ډېری وخت به یې د کورنۍ له لورې د ترانې ویلو سره مخالفت هم د دوی پر وړاندې خنډونه رامنځته کول.

شبنم وایي زموږ عمرونه لوړ وو او په یو ډول به د غونډې ګډونوالو مخکې موږ د شرم احساس کاوه چې څنګه ترانه اجرا کړو په دغو غونډو کې به نارینه هم وو لېوالتیا مو درلوده چې ترانې ووایو خو جرات به مو نه شو کولای اوس چې معارف ریاست دغه پرېکړه کړې نو دا به زدکوونکي خپلو درسونو ته وهڅوي او یوازې به یې تمرکز په درسونو وي.

نازیه هم د کابل په یوه ښوونځي کې زدکوونکې ده هغه له پکتیا کابل ته راغله او په ۱۷ کلنۍ کې د نهم ټولګي زدکوونکې شوه.

نازیه وایي، یوه ورځ په ښوونځي کې غونډه وه د دې پلار او ځینې نور نارینه هم د غونډې ګډونوال وو دې د ترانې ټیم نورو نجونو سره ترانه اجرا کړه، خو کله چې کورته لاړه د پلار له سختو خبرو سره مخ شوه چې ولې د نارینه وو په مخ کې ترانه اجرا کړه او مخالفت یې ورسره وښود.

هغه وایي اوس یوازې خپلو درسونو ته فکر کوي ځکه چې درسونه یې خورا پېچلي او ډېر دي.

Trending

Exit mobile version