تازه خبرونه

پوهنې وزارت د نجونو او هلکانو ښوونځي بېلوي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۵, ۱۴۰۰)

د پوهنې وزارت چارواکو ویلي؛ که په نوي ښوونیز کال کې د ښوونځیو بېلول ناشوني وي، دوی به د نجونو او هلکانو د ښوونځیو وختونه ووېشي.
دوه کاله کېږي، چې د پوهنې بهیر یو ځل د کرونا ویروس د خپرېدو او دوه یم ځل د سیاسي تحولاتو له کبله اغېزمن شوی دی.
اوس د پوهنې وزارت د زدکوونکیو لپاره ښه زیری لري.
د دغه وزارت چارواکي ټینګار کوي، چې د پوهنې پلان وروستی شوی او د دغه پلان پر بنسټ به په راتلونکي پسرلي کې د نجونو او هلکانو لپاره ښوونځي پرانیستل شي او د دغه پلان پر بنسټ به د نجونو او هلکانو ښوونځي بېل شي.
د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان وایي؛ دا پلان د پوهنې وزارت لخوا لومړي وزیر ته ورکړ شوی او له هغه وروسته به عملي شي. زمونږ دا پلان درې برخې لري او پلي کول به یې هم خورا آسانه دي.
یو شمېر هغه زدکوونکي، چې د ښوونځیو پرانیستلو ته سترګې پر لار دي. د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له پرېکړې، چې په راتلونکي پسرلي کې به ټول ښوونځي پرانیستل شي خوښ دي؛ خو د مسلکي ښوونکیو د شمېر له کموالي اندېښمن دي.
زدکوونکی اجمیر شاه وایي؛ د پوهنې وزارت باید د کورسونو او اکاډمیکو کارکوونکیو د کچې د لوړولو لپاره جدي کار وکړي، ځکه اوس د کورسونو د سیالۍ وخت دی.
سحر نومې زدکوونکې وایي؛ نجونې باید ښوونځي ته لاړې شي او دا د چوپتیا وخت ندی او دوی باید زمونږ ژوند تیاره نکړي او د آسانتیاوو پر رامنځته کولو له سره غور وشي.
زدکوونکی امید وایي: مونږ د خپلو خویندو د دورسونو پیلېدو ته خوښ یوو او دوی باید ټول زدکړې وکړي.
ښوونځیو ته د څه باندې درې میلیون ماشومانو محرومیت، د ښوونځیو لپاره د لومړنیو آسانتیاوو نشتوالی، د ښځینه ښوونکیو لږوالی او د ښوونکیو کموالی هغه ستونزې دي، چې له حل پاتې دي.

Trending

Exit mobile version