تازه خبرونه

پوهنې وزارت له زر ډېر اداري بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کړل

د دغه وزارت چارواکو ویلي، چې د ګومارنې بهیر به پر بشپړ روڼتیا ترسره شي او کسان به یوازې د وړتیا، پوهې او کاري ځواک پر بنسټ وټاکل شي. په دې بهیر کې به هیڅ راز قومي او سمتي معیار ته پاملرنه ونه‌شي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۱, ۱۴۰۵

د پوهنې وزارت څرګنده کړې، چې د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو او ښوونیزو حوزو اړوند ۱۰۶۰ تش اداري بستونه یې آزادې سیالۍ ته وړاندې کړي دي.

د دغه وزارت چارواکو ویلي، چې د ګومارنې بهیر به پر بشپړ روڼتیا ترسره شي او کسان به یوازې د وړتیا، پوهې او کاري ځواک پر بنسټ وټاکل شي. په دې بهیر کې به هیڅ راز قومي او سمتي معیار ته پاملرنه ونه‌شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد احمدزي ویلي، چې بېرته راستنېدونکي کډوال د ګومارنې په لومړیتوب کې دي او د بېلابېلو ادارو پر همکارۍ د کاري فرصتونو د برابرولو هڅې روانې دي.

د پوهنې وزارت مسوولانو زیاته کړې، چې دغه بستونه د نوي تشکیلاتي جوړښت پر بنسټ او د هېواد په ۴۷۳ ولسوالیو کې د اداري کدرونو د پیاوړتیا لپاره رامنځته شوي دي.

Trending

Exit mobile version