تازه خبرونه
پوهنې وزارت د انټرنټ په لیکه (آنلاین) د تدریس د پیلولو خبر ورکوي – د کرونا ویروس ګواښ
له کرونا ویروس څخه د زده کوونکو د خوندیتوب لپاره، د پوهنې وزارت د انټرنټ له لارې (په آنلاین توګه) د تدریس د پیلولو خبر ورکړې. د دغه وزارت مسئولین وايي چې د وري په لسمه به ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو کې انلاین تدریس پیل شي.
د کرونا ویروس چې په ټوله نړۍ کې خور شوی، افغانستان ته یې هم جدي خطر پیښ کړی دې. په افغانستان کې د دغه ویروس له وېرې ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه رخصت دي، خو اوس د زده کوونکو لپاره په آنلاین توګه د تدریس کار پیل شوی دی.
په کابل کې وار له مخې یو شمیر خصوصي ښوونځيو د انټرنټ له لارې خپل تدریس پیل کړی دې، لکه څرنګه چې د امید افغان ترک ښوونځي دغه چاره پیل کړې ده.
د پوهنې وزارت وايي چې د آنلاین تدریس د پیلولو لپاره یې دوې کمیټې په کار ګومارلي دي. د دغه وزارت مسولین وايي چې تمه لري د وري په لسمه به د ښوونځيو زده کوونکو ته د آنلاین زده کړو زمینه برابره کړي.
په دغه برخه کې د لوړو زده کړو ځينو خصوصي موسسو هم ګامونه اوچت کړي او کوښښ کوي چې په آنلاین ډول خپل زده کوونکي په اکاډمیک چاپیریال کې وساتي او تدریس ورکړي.
هڅه مو وکړه چې په دې هکله د لوړو زده کړو وزارت نظر هم تر لاسه کړو، خو د پرلپسې اړیکو سره سره، بریالي نه شوو.
تازه خبرونه
د ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ ښودل شوی او ژوروالی یې ۲۰۸.۳ کیلومټره و.
د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې د راپور له مخې، نن(شنبه د چنګاښ شپږمه) ماښام د ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان یو شمېر سیمې ولړزولې.
د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ ښودل شوی او ژوروالی یې ۲۰۸.۳ کیلومټره و.
تر اوسه د دې زلزلې له کبله د مرګ او ژوبلې یا مالي زیان په اړه کوم راپور نهدی خپور شوی.
تازه خبرونه
د سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو
د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې اړوند د سویلي سالنګ د ۱۵ کیلومټره سړک د بنسټیزې بیارغونې تړون له ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د څه باندې ۱.۲ میلیارډ افغانیو پر ارزښت لاسلیک شوی دی.
د یاد وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس د څرګندونو له مخې؛ دا لاره د اولنګ له سیمې پیلېږي او د جبلالسراج تر سیمې غځېږي، چې د ۱۵ کیلومټره پر اوږدوالي او ۱۲ مټره پر سور به قیر او بیاورغول شي.
حقشناس ویلي؛ په دې پروژه کې د ۵ نویو پلګوټو جوړول، د ۳۳ پلګوټو پراخول او د سړک ترڅنګ د ۶۰۰ مټرو ویالو جوړول هم شامل دي.
د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو اقتصادي لارو څخه ده او باید چارې یې له معیارونو سره سمې او پخپل وخت بشپړې شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا پروژه د سالنګونو د لویې لارې د اساسي بیارغونې د پراخ پلان یوه برخه ده، چې په سویلي، شمالي او خنجان–دوشي برخو کې روانه ده.
د سالنګونو لویه لار د هېواد له مهمو ټرانسپورټي او ټرانزیټي لارو څخه ده، چې شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې مهم رول لري.
International Sports
مسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.
مسي اته ځله د طلایيتوپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرلهپسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایيتوپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.
-
International Sports5 days agoمسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoکه توغندي مو نهلرل، ایران به هم د غزې له برخلیک سره مخ شوی و- پزشکیان
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان په ځینو لرې پرتو سیمو کې ژوند «ستونزمن» شوی – ملګري ملتونه
-
سوداگري4 days agoد افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
څار5 days agoڅار: بروکسل ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر
-
تازه خبرونه5 days agoد سالنګونو لویې لارې د ۱۵ کیلومټره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شو
-
تحول5 days agoتحول: منځنۍ آسیا،اروپایي ټولنه او افغانستان
-
څار13 hours agoله اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
