تازه خبرونه

پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو د دوه میاشتو معاشونه نه دي ورکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

پوهنې او کورنیو چارو وزارتونو خپلو کارکوونکیو ته له دوه میاشتو راهیسې تنخواوې نه دي ورکړي.

د ښوونځي ښوونکي عبدالغفار ویلي، چې له یوې خوا یې معاش لږ دی او په سختۍ پرې ژوند تېروي؛ خو له بلې خوا یې په اجرا کولو کې ډېر ځنډ ورته ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.

د نوموړي په وینا؛ د میاشتې شپږ زره تنخوا لرم؛ خو دا هم پخپل وخت تر لاسه کولی نشم.

سارینا د کابل په یوه ښونځي کې ښوونکې ده؛ هڅه کوي، چې نوی نسل پر زدکړو سمبال کړي؛ خو هڅو ته یې په کتو د هغې معاش ډېر لږ دی، چې هغه هم پخپل وخت نه ورکول کیږي.

ښوونکې سارینا وایي، له دوه میاشتو راهیسې مې تنخوا نده اخیستې؛ یوازنۍ هیله مو تنخوا ده؛ خو دا هم پخپل وخت نشم تر لاسه کولی.

پوهنې وزارت ویاند که څه هم په دې اړه په لومړیو کې د خبرو کولو ژمنه کړې وه؛ خو وروسته یې چوپتیا غوره وګڼله او خبرو ته حاضر نه شو.

پولیسو هم له دوه میاشتو راهیسې تنخوا نه ده اخیستې.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت الله رحیمي وایي، مونږ د نوي سیستم د رامنځته کولو او په کې د فساد د له منځه وړلو لپاره د تنخواوو برښنایي ورکړه غوره وګڼله او له همدې کبله په کې ځنډ راغلی دی.             

د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیم زی وایي، د ټولو دولتي مامورینو معاشونه اجرا شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ مونږ تخصیص شوې بودجه اجرا کړې ده؛ خو دا، چې یو شمېر ادارو خپلو کارکوونکیو ته تنخواوې نه دي ورکړي، دا د هغو خپله ستونزه ده.

په ډېر شمېر ښوونکي اندېښمن دی او څرګندوي، چې حکومت د استوګنو د کورونو په ګډون له دوی سره نه یوازې خپلې ژمنې پلې کړې ندي، بلکې د هېواد په بازارونو کې هم هره ورځ د توکو بیې د لوړیدو په حال کې ساتل شوې دي.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version