تازه خبرونه

پوځي ځواکونه دې له طالبانو او ترورستانو سره په جگړه کې درندې وسلې وکاروي- جنرال مراد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ځمکنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مراد علي مراد څرگنده کړې، چې له دې وروسته به مو پوځي ځواکونه له طالبانو او ترورستانو سره په جگړه کې درندې وسلې وکاروي.

 

جنرال مراد وویل:

 

پوځي ځواکونه مو حق لری، چې له طالبانو سره په جگړه کې درندې وسلې وکاروي او مونږ دا وسلې په واک کې لرو.

 

له دې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي ول، چې امنیتي ځواکونه باید د استوگنې په سیمو کې د جگړې پر مهال درندې وسلې ونه کاروي.

دا په داسې حال کې ده ، چې د افغانستان په ډېرو لیرې پرتو سیمو کې امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په نښتو کې ښکېل دي او د خلکو آرامه ژوند گواښل کیږي.

Trending

Exit mobile version