تازه خبرونه
پټریک ایم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت سرپرست شو
تېره ورځ( د مرغموي ۱۲) پټریک ایم. شنهن د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په توګه کار پیل کړ.
شنهن، چې مخکې یې د دې وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، له هغې وروسته د ولسمشر ترمپ لهخوا ورته دغه مسوولیت وسپارل شو، چې پخواني دفاع وزیر جیمز متېس د دسمبر پر ۲۰مه استعفا وکړه.
متېس ویلي وه؛ سیاستونه یې د ولسمشر ترمپ له سیاستونو سره بشپړ سر نهخوري.
ولسمشر ترمپ، چې د افغانستان د جګړې له کبله یې پر متیس نیوکه کړې؛ نهده څرګنده کړې، چې شنهن به د دفاع د وزیر په توګه ونوموي او که به بل چا ته دغه دنده وسپاري.
۶۸ کلن متیس ویلي وه؛ دی به د فبرورۍ په پای کې خپله دنده پرېږدي؛ خو ترمپ د نیوکې پر لامل هغه له وخته مخکې د دفاع وزارت له څوکۍ لیرې کړ.
ولسمشر ترمپ پرون په هغه وینا کې، چې له تلویزیونونو هم خپریده او شنهن یې په څنګ کې ناست و، وویل؛ ده اصلاً متیس لیرې کړی، ځکه متیس په افغانستان کې د ده له کارونو راضي نه و.