تازه خبرونه
پکتیا کې د ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۱۴ غړیو ته مرګ و ژوبله اړولې
په پکتیا ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۲ کسان وژلي او دوه نور ټپیان دي.
د پکتیا د سیدکرم ولسوالۍ په چینو کلي کې تېره ورځ ناوخته یوې کورنۍ غوښتل د سختو جګړو له کبله ګردېز ته کډه شي، چې سراچه ډوله موټر یې د سړک غاړې پر ماین ور برابر شوی او د یوې کورنۍ دولس تنه یې وژلي دي او دوه ماشومان ټپیان دي.
د یادې کورنۍ غړی نور جان وايي؛ د پلار او مور په ګډون یې د کورنۍ نور غړي، چې ماشومان هم په کې دي؛ د سړک غاړې له بمي چاودنې وژل شوي دي.
مسوولین وایي، چې دا ماین طالبانو ایښي و.
د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي وايي له تېرو څو ورځو راپدیخوا په سیمه کې جګړو زور اخیستی، چې د جګړې ډېر زیان ملکي خلکو ته اوښتی.
دوی له وسلوالو طالبانو غواړي، چې جګړه ودروي.
د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر څرګنده، چې یاد مین وسلولو طالبانو ځای پر ځای کړی، چې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون یې دولس تنه وژلي او دوه نور ټپیان دي؛ خو وسلوالو طالبانو تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
