تازه خبرونه

پیتر اندرسن د افغانستان د کرکت ملي اکادمۍ د نوي روزونکي په توگه اعلان شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت بورد د پاپو نیوگینې پخوانی روزونکی پیتر اندرسن د افغانستان د کرکت د ملي اکادمۍ د نوي روزونکي په توگه اعلان کړ.

د کرکت بورد اجرائيوي ريیس داکتر نور محمد مراد وویل:

مونږ خوشاله یو، چې د افغانستان د کرکت اکادمي د نوي مشر په توگه مو پیتر اندرسن ته هرکلی ووایه.

پیټر اندرسن له ۲ کلونو راهیسي د پاپو نیوگینې د ملي لوبډلې روزونکی دی. د ده د کار په دوه کلونو کې د پاپو نیوگینې لوبډله په نړۍ کې د درجه بندۍ له پلوه له ۱۹ څخه ۱۶ ته لوړه شوه.

بلخوا افغانستان د کرکت شل اوریزه لوبو نړيوال جام ته د چمتوالي لپاره دوه دوستانه لوبې کوي:

په لومړنۍ دوستانه لوبه کې به سبا چارشنبې د افغانستان د کرکت لوبغاړي له هالند سره سیالۍ ته ووځي. د افغانستان دوه یمه دوستانه لوبه به د جمعې په ورځ د زیمباوبې په وړاندې وي .

د کرکت د شل اوریزو لوبو نړیوالې سیالۍ د مارچ په شپاړسمه پیلیږي او لومړنۍ لوبه به یې د افغانستان او کوربه تیم بنگله دیش ترمنځ وي.

د افغانستان د کرکت لوبغاړي به د A په ‌ډله کې له بنگله دیش، نیپال او هانگ کانگ سره سیالي کوي.

Trending

Exit mobile version