تازه خبرونه

پیر سید احمد ګیلاني سبا دوشنبه په ننګرهار کې خاورو ته سپارل کیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې سبا دوشنبه(د سلواغې ۴ کال ۱۳۹۵ل) د افغانستان د سولې عالي شورا رییس پخوانی جهادي مشر پیر سید احمد ګیلاني د جنازې مراسم په ارګ کې ترسره او بیا د دغه ولایت د سره‌رود ولسوالۍ په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شي.

جهادي مشر او د سولې عالي شوا رييس پير سيد احمد گيلاني د ۱۳۹۵ ل کال د سلواغې پر دوه یمه د شنبې پر ماسخوتن (۷:۴۵) د غازي امان الله خان په روغتون کې د مغزي سکتۍ پر لامل د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطالرحمن سلیم  رسنیو ته ویلي، چې، د ارواښاد ګیلاني د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسم سبا ترسره کیږي.

پیر سید احمد گیلانی د سید حضرت گیلانی مشهور به نقیب صاحب  زوی دی، چې  پر ۱۳۱۱ل کال زېږدلی، لومړنۍ او منځنۍ زد‌کړې  د کابل په ابو حنيفه او لوړې زد‌کړې  کابل پوهنتون کې تر سره کړې وې.

 ارواښاد د امیر حبیب الله خان له مشرې نمسۍ سره واده کړی او اوس ترې دوه زامن او درې لوڼې پاتې شوې دي.

په ۱۳۵۸ل کال کې کله، چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، پیر سید احمد گیلاني پېښور ته کډوال شو او هلته یې د «افغانستان ملي اسلامي محاذ» جهادي تنظیم جوړ کړ.

د۲۰۰۱م کال په ډسمبر کې، پیر سید احمد گیلاني د بون کانفرانس ته خپل پلاوی واستاوه او له وروستیو بدلونونو یې ملاتړ وکړ.

ارواښاد په وروستیو کلونو کې حکومت ته نژدې سیاسي مشر وگڼل شو.

د ۱۳۹۳ل کال په ولسمشریزو ټاکنو کې يې د ولسمشر محمد اشرف غني د تحول او تداوم له ډلې ملاتړ وکړ او د سولې عالي شورا مشر وټاک شو.

گیلاني د سولې عالي شورا درېیم او وروستی مشر و.

 پير سید احمد ګیلاني تېرکال د افغانستان د سولې عالي شورا درېیم مشر وټاکل شو.

د ملي وحدت حکومت مشرانو د ښاغلي ګیلاني پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او د هغه مړینه یې د افغانستان لپاره ستره ضایعه ګڼلې او د ارواښاد ګیلاني د مړینې له کبله یې د هغه کورنۍ او د افغانستان ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي؛ افغانستان په اوسني پړاو کې د سولې او ثبات د تامین او نورو ملي مسایلو په اړه د پرېکړو په برخه کې د پیرصاحب پوهې، لارښوونو او ګټورو نظریاتو ته تر بل هر وخت زیات ضرورت لري. درېغه افغانان په دغسې حساسو شېبو کې خپل یو ملي مشر او جهادي رهبر له لاسه ورکوي.

اجرائیه ریاست د سولې عالي شورا د رییس د مړینې په مناسبت د هغه له کورنۍ، د ملي محاذ ګوند او د سولې عالي شورا له غړیو سره د خواشینۍ څرګندونه کړې او د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې یې د ښاغلي ګیلاني مړینه نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼلې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اعلامیې له لارې د ښاغلي ګیلاني د مړینې له کبله د خپل حکومت او ولس په استازیتوب د افغانستان له حکومت او خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

سید حامد ګیلاني د پیر سید احمد ګیلاني مشر زوی رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پلار یې په تېرو څلور لسیزو کې د افغانستان په سیاست کې اغېزمن رول درلود او د هغه مړینه د دغه هېواد لپاره یوه لویه ضایعه ده.

د یادونې وړ ده، چې پیر ګیلاني په تېر یو کال کې وکولی شول، چې د حزب اسلامي استازي د سولې بهیر ته رادننه، د سولې  خبرې رهبري او د دغه حزب د امیر احتمالي راتګ زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version