تازه خبرونه
پینتاگون به له افغانستان څخه د ټولو پوځیانو د ایستلو پلان جوړ كړي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د امریکا ولسمشر بارک اوباما پینتاگون ته امر وکړ، چې له افغانستان سره د امنیتي موافقې د نه لاسلیکيدو په صورت کې به د کال تر پایه له دې هېواده د ټولو امریکايی پوځیانو د ایستلو لپاره پلان جوړ کړي.
د امریکايی رسنیو د راپور له مخې اوباما تېره ورځ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره پر پلانونو خبرې وکړې.
سپینې ماڼۍ د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو له تيليفوني خبرو وروسته وویل:
اوباما د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ته وویل تیار دی، چې د ۲۰۱۴ م کال تر پایه احتمالاً د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاكنو پسې دا موافقه نهايي شي.
اوباما ولسمشر حامد کرزي ته وویل، که موافقه سږ کال لاسلیک شي، امریکا ممکن لږ شمېر پوځیان په افغانستان کې وساتي.
د يادونې وړ ده، چې ولسمشر حامد کرزي تراوسه پوري د امنیتي موافقې له لاسلیکولو سره مخالفت کړی دی.