تازه خبرونه

پېنځه کلن زابلي ماشوم، چې په ژوره څاه کې لوېدلی و؛ له راایستلو وروسته ساه ورکړه

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ د زابل ولایت په یوه ژوره څاه کې غورځېدلي حیدر نومي ماشوم د ژغورنې له عملیاتو وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه وزارت د جمعې پر ورځ ټویټ وکړ، چې د کورنیو چارو، دفاع، عامې روغتیا او ټولګټو چارو وزارتونو چارسمبالو او د زابل ولایت سیمه ییزو چارواکو د حیدر د ژغورلو هڅې وکړې؛ خو له بده مرغه له ژغورلو وروسته یې ساه ورکړه.

د زابل ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شرافت يار هم تائيد کړه؛ دغه پېنځه کلن ماشوم، چې د دغه ولايت د مرکز اړوند په يوه څاه کې بند پاتې و؛ له را ايستلو وروسته مړ شو.

دغه ماشوم څلور ورځې مخکې هغه مهال کوهي ته ولوېد، چې له يوه بالغ سره یې د بلې څاه په کيندلو کې مرسته کوله. له دې پېښې وروسته مرستندويه کارکوونکیو د زابل ولايت له مرکز کلات څخه د جګدک په کلي کې د ژغورنې عمليات پيل کړل او تر نن سهاره روان ول.

دغه څاه ۲۵ متره ژوره ده او ویل کیږي، چې حیدر د ۱۰ مټرو په ژوروالي کې بند پاتې و.

Trending

Exit mobile version