تازه خبرونه
ځانمرګي په جلال آباد ښار کې ۱۲ کسانو ته مرګ و ړژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د شنبې په سهار څه نا څه لس بجې په جلال آباد ښار کې ځانمرګي دوه تنه ووژل او لس نور یې ټپیان کړل.
چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت د جلال آباد ښار د درېیمې ناحیې د دارالمعلمین په اړوند سیمه کې د کوټ ولسوالۍ پر قومي مشر حاجي حیات خان ځانمرګی برید شوی، چې نوموړی په کې ټپي شوی دی.
په دې برید کې د حاجي حیات خان د دریور په ګډون دوه تنه وژل شوي دي.
یوه روغتیایي سرچینه وایي، تر دې دمه د پېښې له ځایه لس ټپیان روغتون ته رالیږدول شوي دي.
قومي مشر حاجي حیات خان په کوټ ولسوالۍ کې یوه پېژندل شوې څېره او د واک لرونکی مشر دی، چې د داعش په وړاندې یې د جګړې مشري هم کړې ده.
د پېښې پړه چا او یا کومې ډلې تر دې دمه په غاړه نه ده اخیستې