سیمه ییز خبرونه

ځانمرگي بريدونو ته د ماشومانو هڅول اسلامي كارنه دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هلمند كې د بشري حقونو خپلواك  كميسيون او ديني عالمان ځانمرگي بريدونو ته د نجونو او هلكانو هڅول په كلكه وغندل.

په هلمند كې ديني عالم او د سولې ولايتي كميټې د عامه پوهاوي مسوول مولوي مهردل فراهي وايي، چې په اسلام كې د ماشومانوپه وړاندې زورزياتى ناروا عمل دى او ځانمرگي بريدونو ته د ماشومانو هڅول اسلامي كار نه دى.

د نوموړي په وينا، د داسې اعمالو تر سره كوونكيو ته په اسلام كې سختې سزاوې ټاكل شوې دي.

د بشري حقونو خپلواك كمسيون د څېړنو څانگې مسوول عبدالله خالقي وايي، چې:

نه يوازې دغه ډول كړنې په اسلام كې منع شوي، بلكې د بشري حقونو خپلواك كمسيون هم دا عمل په كلكه غندي او عاملينو ته يې د درندې سزا غوښتنه كوي.

هغه زياتوي، هلمند څه موده وړاندې د ورته يوې بلې پېښې شاهد هم و، چې په مارجه ولسوالۍ كې د ځانمرگي بريد د واسكت د چاودنې له كبله د يوې ديني مدرسې څلور تنو تنكيو زده كوونكيو خپل ژوند په كې له لاسه وركړ.

د دې ولايت د ښځو چارو رييسه جميله نيازۍ وايي، چې:

په هلمند كې بې سرپرستو ښځو او نجونو د ساتنې لپاره د امن كور نشته ، چې پالنه او روزنه يې په ښه توگه تر سره شي.

نوموړې وايي، چې د دې نجلۍ كورنۍ څلوركاله وړاندې له غزني ولايت څخه راغلي او په خانشين ولسوالۍ كې ميشت شوي دي.

په همدې مهال د هلمند والي وياند عمرځواك وايي، چې اوس مهال د دې نجلۍ  په اړه پلټنې پيل شوي، چې  له كره  پلټنو وروسته به د هغې د راتلونكي  ژوند په اړه وروستۍ برېكړه وشي.

Trending

Exit mobile version