تازه خبرونه

ځانمرګي د کلیو او پراختیا وزارت په دروزاه کې ۴۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل پولیس وایي، چې ځانمرګي بریدګر نن د کلیو او پراختیا وزارت د کارکوونکیو د رخصتۍ پر مهال د دغه وزارت په دروزاه کې دیارلس کسان ووژل او یو دېرش یې ټپیان کړل.

ځانمرګی برید په داسې حال کې رامنځته شوی، چې اړوند سیمه تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې وي او عادي کسان په دغه سیمه کې په آسانۍ د تګ راتګ واک و ځواک نلري؛ خو ځانمرګی د وزارت دروازې ته ځان رسوي او هغه وخت پر ځان تړل شوي چاودیدونکي توکي چوي، چې د وزارت مامورین له دفترونو د را وتو په حال کې ول.

د عامې روغتیا وزارت د نوملړ له مخې؛ دیارلس کسان وژل شوي او یو دېرش ټپیان دي، چې په وژل شویو کې څلور ښځې او پېنځه ماشومان دی. دغه راز په ټپیانو کې پېنځه ښځې او یو ماشوم هم شته. 

د وزارت کارکوونکی وایي، چې د پېښې له ځایه په ۵۰۰ مترۍ کې د پوځي موترو دریدل؛ د ډاډمن امنیت څرګندونه کوي. په دې سیمه کې د ولسمشر کور نور هم د امنیت خوندیتوب ښیي او پر دې سربېره د بشري حقونو اداره، لویه څارنوالي، د ګلبدین حکمتیار کور او د پلټنې عالي اداره د پېښې له ځایه لیرې او نږدې پراته دي.   

د پېښې ټپیان نږدې روغتونونو ته لیږدول شوي او دغه شاهدان د چاودنې د څرنګوالي خبرې کوي.

دغه چاودنه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د افغان پوځیانو اوربند ته یوازې څو ساعته پاتې دي.  

تر دې دمه د دغې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version