بلخ @ps
ځانمرګي په کندوز کې ۶ سرتېري وژلي
په ولسي جرګه کې د کندوز استازيو ویلي، چې دغه برید د افغان امنیتي ځواکونو یوې پوستې ته نږدې رامنځته شوی دی.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې نیلوفر کوفي ویلي؛ د پوستې شپږ سرتېري په دې چاودنه کې وژل شوي او بیا وروسته یوه بله چاودنه هم رامنځته شوې ده.
د کندوز د حوزوي روغتون رییس نعیم منګل وايي له دې پيښې څلور مړي او ۱۷ ټپيان روغتون ته لیږدول شوي دي.
محلي مسوولین وايي، امنیتي ځواکونه د وسلوالو د یوه برید د مخنیوي په موخه په دې سیمه کې راټول شوي وه، چې د یوه ماشوم له خوا پرې ځانمرګی برید وشو.
د پېښې د لیدونکیو په وینا، بریدګر ځان د لویې لارې د لومړي ټولي د قومندانۍ په مخکې الوځولی دی.
کندوز ښار د شنبې پر ورځ( د وږي ۹ / د اګست ۳۱ ) د ساعتونو لپاره د افغان ځواکونو او طالب وسلوالو ترمنځ د جګړې ډګر و او د ورځې په پای کې، طالب ځانمرګي د ښار په زړه کې پر افغان ځواکونو برید ترر سره کړ، چې په کې شل پوځیانو او پېنځه ملکیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
کندوز د افغانستان په شمال کې یو له ناامنه ولایتونو څخه دی، چې په یو شمېر ولسوالیو او ښاري سیمو کې یې طالبان پراخې هڅې تر سره کوي