تازه خبرونه

ځانګړي ځواکونه باید یوازې پرینښودل شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر وایي، ځانګړي ځواکونه باید یوازې پرینښودل شي او دا اجازه هم چاته نشته، چې په پوستو کې ترې کار واخیستل شي.

ولسمشر د امنیتي او ځانګړیو ځواکونو د ګډې قومندانۍ په پرانیست غونډه کې روانه جګړه وحشیانه بولي او د افغان ځواکونو پر پیوستون یې ټینګار وکړ.

ولسمشر اشرف غني په جګړه کې د امنیتي او ځانګړیو ځواکونو رول ارزښتناک وباله او ویې ویل، چې باید دغه ځواکونه یوازې پرېنښودل شي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل: د افغان ځواکونو لاسته راوړنې د پام وړ دي، ترهګرو د جګړې تاکتیک بدل کړی او د استخباراتي معلوماتو جدي نه نیول د هېواد په ګټه نه دي.

د نوموړي په وینا؛ ځینې چارواکي استخباراتي راپورونه جدي نه نیسي، د ترهګرو جنګي تاکتیکونه بدل شوي او اړتیا ده، چې استخباراتي فعالیتونه جدي ونیول شي.

سولې ته تر رسیدو پورې جدي مبارزه د امنیتي ځواکونو ماموریت دی، چې د ملي امنیت رییس پرې هم ټینګار کوي.

د ملي امنیت لوی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي، د امنیتي ځواکونو جنګ سپیڅلی دی او سولې ته تر رسیدو به روان وي.        

د څلور کلن امنیتي پلان له مخې، ځانګړي ځواکونه دوه برابره کیږي؛ خو کارپوهان وایي، تر هغې، چې د ترهګرو په وړاندې روښانه سیاست تعقیب نشي، د دې ځواکونو تجهیزاو پیاوړتیا بسنه نه کوي.

خبریاله: سمیرا ظفري

Trending

Exit mobile version