تازه خبرونه

ځانګړي پولیس د ټاکنو کمیسیون د دیجیتلي رایو مرکز ته ننوتي- مولانا عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه غړي ویلي، چې یو شمېرځانګړیو پولیسو تېره شپه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بایومتریک رایو د معلوماتو بانک محافظتي قفل مات کړی او دې مرکز ته ننوتي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بایومتریکي رایو د معلوماتو مرکز د ځانګړیو پولیسو تر پلټني لاندې راغلی؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانا عبدالله ویلي، چې ځانګړي ځواکونه د شپې د رایو مرکز ته ورغلي، دروازه یې ماته کړې او یو یې مرکز ته ننوتی دی.

نوموړي ویلي، چې په دې اړه نور معلومات نلري؛ ځکه دلته پېنځان امنیتي بنسټونه کارکوي او مونږ یې د دندو د وېش په اړه خبر نه یو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنرمولانا محمد عبدالله ویلي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون دفتر ته د شکمنو کسانو ورتګ د اندېښنې وړدی.

دی وایي؛ په بېلابېلو پلمو کمیسیون ته شکمن کسان ورځي، چې د اندېښنې وړ خبره ده.

هغه دغه راز ټینګار کوي؛ هغه افراد هم باید وپوښتل شي، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې د ځنډ سبب شوي.  

ښاغلي مولانا عبدالله زیاته کړې، چې د ټاکنو کمیسیون له تېرو اووه میاشتو راپدیخوا د جنګ یوې جبهې ته ورته دی؛ نه یوې خپلواکې دولتي ادارې ته.

له ټاکنو ۲۳ ورځې تېرې شوي؛ خو تر اوسه کمیسیون ندی توانیدلی، چې د  رایو ورکوونکیو بایوومتریکي معلومات بشپړ کړي.

د کمیسیون دغه غړي دا هم ویلي، چې د ټاکنو کمیسون یو شمېر کارونه د اندېښنې وړ او پوښتنې راپورته کوونکې دي.

په ټاکنو کمیسیون کې دوه زره قرنطین شوې دستګاوې شته؛ یوه اوونۍ کیږي، چې کمیسیون پرې کارکوي او ایله د ۱۴ قرنطین شویو دستګاوو معلومات دیتا ته داخل کړي، خو دا بهیر اوس دریدلی دی.

د ښاغلي ګلبدین حکمتیار ټاکنیزه ډله هم دا تائیدوي، چې پولیس د معلوماتو بانک ته ورغلي وه؛ خو دولت جوړونکې ټاکنیزه ډله دا خبرې ردوي.

کورنیو چارو وزارت دا ادعا بې بنسټه بولي.

کورنیو چارو وزارت  ویاند نصرت رحیمي وایي، هیڅ ځانګړي پولیس ځواکونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون دې برخې ته ندي ورغلي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم رسنیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې رد کړې، چې ګویا د دې کمیسیون د دیجیتلي رایو قفل دې مات شوی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډلې غړي علی احمد عثماني نن په یوه خبري ناسته کې ولسمشرۍ ماڼۍ، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس د ټاکنو خپلواک کمیسیون د بایومتریکي دستګاوو دیجیتلي مرکز ته د پولیسو په ناقانونه ننوتو تورن کړي او د یو شمېر کسانو د دندو د ځنډولو غوښتنه یې کړې ده.

Trending

Exit mobile version