تازه خبرونه
ځانګړیو ځواکونوپه هلمند کې د طالبانو له زندانه ۳۲ بندیان خوشې کړل
افغان ځانګړیو ځواکونو د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو یو زندان مات کړی او دوه دېرش بندیان یې ترې را خوشي کړي دي.
د پوځ د ځانگړو ځواکونو رسنیزو چارواکو په ډاګه کړې، چې په راخوشي شویو زندانیانو کې دېرش ملکي وگړي او دوه د پوځ سرتېريشته دي.
د خبرپاڼې له مخې، تېره شپه د ځانگړیو ځواکونو د دوه یمې لوا اووم کنډک د نادعلي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ځانګړي عملیات تر سره او د طالبانو اړوند زندان یې مات کړی دی.
سرچینه زیاتوي، د عملیاتو پر مهال یو شمېر ماینونه هم افغان ځواکونو شنډ کړي دي.
طالب ویاند قاري یوسف رسنیو ته څرګنده کړې، چې تېره شپه د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو د سیمې له یوې کلا ۳۲ کسان نه ، بلکې ۳۹ په مخدره توکو رودي کسان خوشې کړي دي.
د نوموړي په وینا؛ خوشي شوي کسان نیول شوي نه ول، بلکې کورنیو یې په یوه کلا کې اچولي وه؛ خو د طالبانو تر درملنې لاندې ول.
دغه راز ویل شوي، چې د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د جنجالي تپې په اړونمد سیمه کې پر ورته عملیاتو ۲۱ داعشیان وژل شوي، ۹ ټپیان دي او څو کلي له دې ډلې پاک شوي هم دي.
داعشیانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
داعش تراوسه د دې پیښې په اړه څه نه دي ویلي.