سیمه ییز خبرونه

ځانگړيو گټو د پوليسو ولسي ځواك زيانمن كړى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د کورنیو چار وزارت د خلکو او پولیسو تر منځ د نږدیوالی  او د خلکو د اندېښنو او وېرې د له منځه  وړلو په موخه د سه شنبې په ورځ(د غويى۳) د بشري حقونو، مدني ټولنو او کار پوهانو په گدون لومړنۍ مشورتی شورا جوره کړه.

د مدني ټولنو يو شمېرغړي وايي:

د قانون نه حاكميت، ناوړه چلند او له ملي شتمنيو ځانگړې گټه هغه ستونزې دي، چې د خلكو او پوليسو ترمنځ يې واټن رامنځ ته كړى او خلكو پر پولسيو خپل باور له لاسه وركړى دى.

د افغانستان د كورنيو چارو وزارت وايي:

تر راتلونکيو لس کلونو به ملي پوليس غښتلي، مسلكي، ولسي، ځواكمن او د خلكو د باور وړ ځواك شي.

د کورنیو چار وزیرمجتبى پتنگ په پولیسو کي شته ستونزی مني او وایي، چې:

هڅه مو داده، چي په راتلونکيو لس کلونو کي یو شمېر پولس مسلکي  او  له وسلې پرته  د  قانون د پلي کولو لپاره خدمت وکړي.

د نوموړي په وينا، د ملي پوليسو په پياوړتيا به په پولو كې له ملي اردو سره يو ځاى د خلكو فيزيكي او سياسي امنيت ټينگ او له نورو هېوادونو څخه به د تنظيم شويو جنايتونو مخنيوى وشي.

د چارواكو په وينا، د پولیسو د سمون  لپاره  څه نا څه ۱۰۲ بیلا بیلې پاليسۍ جوړې شوي، چې د ملي پوليسو د وړتياوو په لوړولو به تر ډېره  په هېواد كې شته  ستونزې حل شي.

Trending

Exit mobile version