تازه خبرونه

ځان وژنه به وکړو؛ خو ترکیې ته به ستانه نشو- پناه غوښتونکي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 یو شمېرافغان او سوري پناه غوښتونکي، چې په  ډېر زحمت  یونان ته رسیدلي او اوس ترکیې ته د بېرته ستنولو له خطر سره مخ شودي، ګواښ کوي، چې حاضردي ځان وژنه وکړي؛ خو ترکیې ته به بېرته نه ځي.

بریتانوي ورځپاڼه ګارډین وایي، له څو تنو دغو پناه غوښتونکیو سره خبرې شوي؛ دوی ویلي، چې په وړاندې یې ناسم چلند کیږي.

دوی وایي،  امیدواره میرمنې هم لرو، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 د یونان دولت وایي، د ترکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ د شوي هوکړه لیک د اجرا کیدو له پاره غواړو نن د پناه غوښتونکیو دوه یمه ډله ترکیې ته واړول شي.

 د پناه غوښتونکیو لومړنۍ ډله دهمدې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په یوه بېړۍ کې ترکیې ته ولیږدول شول، چې زیاتره یې پاکستانیان ول؛ خو په کې د بنګله دیش اوافغانستان وګړي هم شته.

 د دغو کسانوشمېرله دوه سوه کسانواوړي.

Trending

Exit mobile version