تازه خبرونه

ځاځی: د ښځو چارو وزارت خپله اووه سلنه بودجه لګولې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په روان لمریز کال کې د پراختیایي بودجې درې څلویښت سلنه برخه د وزارتونو له خوا مصرف شوې ده.
د مالیې وزارت د دغو ارقامو په خپرولو سره وایي، ناامني او مالي ستونزې د دې سبب شوي چې زیاتره وزارتونه په روان کال کې د خپلې بودجې په مصرف کې پاتې راشي. په دغې بودجه کې شپاړس اعشاریه اته میلیارد ډالر نړیوالې مرستې هم شاملې دي.
د ښځو چارو وزارت خپله اووه سلنه بودجه لګولې ده.
د ښار جوړولو وزارت څوارلس سلنه او د کډوالو وزارت اتلس سلنه، اطلاعات او فرهنګ دوه ویشت سلنه، لوړو زدکړو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو اته ویشت سلنه، او پوهنې وزارت څلویښت سلنه بودجې مصرف کړي چې دا په هغو وزارتونو کې راځي چې د خپلې بودجې کمه برخه یې مصرف کړې ده. خو د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا وزارت د نهه شپیته سلنه، د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت اته شپیته سلنه، د کورنیو چارو وزارت دري پنځوس سلنه، او د عامې روغتیا وزارت دوه پنځوس سلنه بودجه لګولې چې له هغو وزارتونو بلل کیږي چې خپلې پیسې یې زیاتې لګولي دي. په ۱۳۹۳ کال کې د نړیوالو مرستو د نهه اویا اعشاریه دوه میلیارد دالرو له ټولګې ۲۰ سلنه په بودجه کې ځای شوي خو په نوي کال کې دا کچه ۴۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
شمېرې ښیي چې همدا راز په روان کال کې زیاتره دولتي ادارې د پراختیایي پروګرامونو په اجرا کې پاتې راغلي دي.

Trending

Exit mobile version