سیمه ییز خبرونه

ځمكنيو سرچينو ته مناسب سهولتونه نه دي را منځته شوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كانونو او پتروليم وزارت مسوولين وايي:

افغانستان تر اوسه د ځمكنيو سرچينو لپاره د بهرنۍ پانگې د جذبولو لپاره هيڅ راز آسانتيا نه ده را منځته كړې.

افغان حكومت د بهرنيو مرستو د كموالي او يا پرې كيدو په صورت كې د ځمكې لاندې سرچينو كيندلو ته سترگې نيولي، چې له دې لارې دا تشه ډكه كړي.

له همدې وجې دې هېواد په تېرو څو كلونو كې له هغو ننگونو سره، چې شتون لري؛ اړينه ده، چې د هېواد د كانونو د كيندنې لپاره له بهرنيو هېوادونو سره ستر تړونونه وشي.

د كانونو او پتروليم وزارت وياند محمد رفيع رفيق صديقي وايي:

يوازنۍ سرچينه، چې كولى شي د سترو بهرنيو پانگوالو اندېښنې په دې هېواد كې لږې كړي؛ د  ولسي جرگې له خوا د كانونو د نوي قانون تصويب كيدل دي.

افغان حكومت او د كانونو وزارت له مخكې نه د تنظيم شوي پلان پر بنسټ غواړي د افغانستان عوايد تر ۲۰۲۴م كال پورې د ځمكې لاندې سرچينو د كيندنې له اړخه په كال كې څلورو ميليارد دالرو ته ورسوي. په داسې  حال كې، چې اوس دا رقم د كال نږدې دوه سوه ميليون دالرو ته رسيدلى دى.

Trending

Exit mobile version