تازه خبرونه

ځوان افغان کرکت لوبغاړی نور احمد د آسترالیا بیګ باش لیګ ته غوره شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۸, ۱۳۹۹)

د افغانستان ځوان کرکت لوبغاړي نوراحمد د آسترالیا د میلبورن رنیګدز له کلب سره د لوبیدو تړون لاسلیک کړی او بیګ باش لیګ ته غوره شوی دی.

یاد کلب د دې اوونۍ په لومړیو کې له محمد نبي سره بیا قرار داد کړی و او دادی دغه کلب نن په ډاګه کړه، چې ۱۵ کلن نور احمد هم ورسره له کابله یوځای کیږي.

د میلبورن رنیګدز مشر روزونکي مایکل کلینګر د نور احمد په اړه ویلي؛ مونږ هغه له تېر یو کال راپدیخوا له نږدې څارو، که څه هم هغه د خپل اړوند کار په لومړیو پړاوونو کې دی، خو د داسې وړتیاوو او مهارتونو لرونکی دی، چې د توپ وهونکي هڅې ستونزمنوي.

نوراحمد د کیڼ لاس توپوهونکی دی، چې په ټوله نړۍ کې د ستاینې وړ ګرزیدلی دی.

نوموړي د دې کال په پیل کې له کارایب غوره لیګ سره تړون لاسلیک کړی او په ۲۰۱۹ د محمد نبي پر سپارښتنه یې د تی ۲۰ جام هم خپل کړ.

افغان کرکت لوبغاړي محمدنبي ویلي؛ د رنیګدز پلویان او د بیګ باش مینوال کیدی شي په دې پړاو کې کې د نور احمد په اړه ډېر څه ونلري؛ خو زه تاسې ته ډاډمنوم، چې هغه د ښې او په زړه پورې وړتیا لرونکی دی. زه احساس کوم، چې یوه روښانه راتلونکې به ولري.

د یادونې ده، چې په دې لیګ کې به دی د شپږم افغان په توګه لوبیږي.

Trending

Exit mobile version