تازه خبرونه

ځينو ټولنيزو بنسټونو او كابل ښاريانو د بدخشان له زيانمنو سره مرسته وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بدخشان د غره ښوييدنې وروستۍ پېښې په نړيواله كچه غبرګونونه را وپارول. د دې تر څنګ په وروستيو څو ورځو كې د رسنيو د سر خبر هم همدا پېښه وه، چې د قربانيانو شمېر يې په اټكليز ډول ۲۷۰۰ كسان ښودل كيږي.
د بهاوي بڼسټ رییس نثاراحمد بهاوي وايي ، په كابل ښار كې د دې طبيعي پېښې له زيانمنو شويو سره د ځینو ټولنيزو بنسټونو او كابل ښاريانو له خوا هم د مرستو را ټولو كمپاين پيل شو.
د کابل ښار مرسته کوونکي محمد نادر عزیزي او سید شعیب سادات وايي، دا مو ايماني دنده او مسووليت دى، چې د بدخشان د وروستۍ پېښې له زيانمنو شويو سره مرسته وكړو.
دا مرستې د مشعل پوهنتون، بهاوي بڼسټ او ځينو كابل ښاريانو له خوا غونډې شوي دي.
دوي په نورو هېواد والو هم غږ كوي، چې د دې پېښې له زيانمنو شويو سره مرستو ته را ودانګي او د بهرنيانو په تمه پاتې نه شي.
دې بنسټونو او كابل ښـاريانو زيانمنو شويو كورنيو ته نغدې پیسې او يوه اندازه خوراكي او نور اړين توكي ځانګړي كړي دي.

Trending

Exit mobile version