سیمه ییز خبرونه
ځيني كانديدان هڅه كوي، چې د شعارونو له لارې د خلكو رايې خپلې كړي
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د ولايتي شوراګانو ځينې كانديدان په فرېبكارۍ او تقلب تورنوي.
د كميسيون مسئولين وايي، چې د ولايتي شوراګانو د كانديدانو د اسنادو ارزونه به د پنجشنبې په ورځ ( د کب ۲۲ ) بشپړه شي او ښايي، چې زيات شمېر كانديدان له وروستي ليست څخه و ايستل شي.
په داسې حال كې، چې د ولايتي شوراګانو د كانديدانو د ټاكنيز كمپاين نهمه ورځ ده، خو لاهم د دغو كانديدانو د اسنادو ارزونه روانه ده.
كانديدان هڅه كوي خلكو ته داسې شعارونه وړاندې كړي، چې وكولى شي د هغوى رايې پرې خپلې كړي.
د ولايتي شوراګانو زياتره كانديدان د تېرو دورو په خلاف ځوانان تشكيلوي. له كسبګرو نيولې بيا تر سينمايي هنرمندانو د ولايتي شوراګانو ليست پړسولى دى.
د ولايتي شورا يو كانديد هابيل شش خواركه نومېږي او د ټاكنيزې مبارزې شعار د قابل له پېروانو سره مبارزه ده.
دا ډول شعارونه ان د ماشومانو د پام وړ ګرځېدلي دي.
د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون وياند نادر محسني وايي، چې د دغو كانديدانو يو زيات شمېر فرېبكاران او نالوستي دي، چې له وروستي ليست څخه به يې نومونه وباسي.