سیمه ییز خبرونه
ځينې مهم وزارتونه هم نه دي توانېدلي پنځوس سلنه پرمختيايي بودجه ولګوي
په حكومتي بنسټونو كې ټيټ ظرفيت د دې لامل شوى، چې حتى ځينې مهم وزارتونه هم نه دي توانېدلي پنځوس سلنه پرمختيايي بودجه ولګوي.
د افغانستان د ماليې وزارت د شمېرو له مخې حكومت د ۱۳۹۲ كال د ټولې پرمختيايي بودجې څه دپاسه ۵۷ سلنه لګولې ده.
كه څه هم، چې د افغانستان مالي كال يوولس ورځې وړاندې پاى ته ورسېد، خو شمېرې ښيي چې د ۲۵ وزارتونو له ډلې يوازې اته وزارتونه نه دي توانېدلي، چې خپله پنځوس سلنه پرمختيايي بودجه ولګوي.
د دې شمېرو له مخې:
د كورنيو چارو وزارت ۳،۵۹ سلنه
د عدليې وزارت ۳۲،۴۳ سلنه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ۳۲،۶۳ سلنه
د بهرنيو چارو وزارت ۲۹،۹۷ سلنه
د پوهنې وزارت ۴۰،۵۵ سلنه
د لوړو زده كړو وزارت ۴۲،۸۰
په هغو وزارتونو كې دي، چې لږه پرمختيايي بودجه يې لګولي ده
د ښځو چارو وزارت ۹۱،۳۹ سلنه
د اقتصاد وزارت ۸۰،۶۲ سلنه
د كليو پراختيا وزارت ۷۸،۷۹ سلنه
د كډوالواو راستنېدونكو چارو، عامې روغتيا، ماليې، كرنې، كانونو او ملي دفاع وزارتونو د ۶۷ څخه تر ۷۲ سلنې بودجې په لګولو سره هغه وزارتونه دي، چې ډېره پرمختيايي بودجه يې لګولې ده.
د ولسي جرګې غړي قدرت الله ذکي، محمد هاشم اورتاق، عبدالقادر ځاځی او د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود وايي:
د حكومتي بنسټونو د ظرفيت د ټيټوالي له امله ډېر وزارتونه نه شي كولاى خپله پرمختيايي بودجه ولګوي.
خو د كورنيو چارو وزارت د دوى په اړه شوې څرګندونې ردوي.
دا لومړى ځل نه دى، چې ځينې حكومتي بنسټونه له پنځوس سلنه لږه پرمختيايي بودجه لګوي ، تېر كال هم د بودجې د نه لګولو له امله يو شمېر وزيران د ولسي جرګې له خوا د پوښتنو په موخه وربلل شوي وو.