تازه خبرونه
ځینو مدنی فعالانو د وینو په ورکړه له امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلام کړ
د وینو د ورکړې دوه ورځنۍ کمپاین په دې شعار، چې زمونږ وینه دې سرتېرو ته ډالۍ وي؛ د محرم د لسمې په درشل کې پیل شو.
مدني فعاله حمیرا ثاقب وایي، ټپي سرتېرو ته د وینې ورکړه د هېواد د هر فرد ایماني او وجداني دنده ده؛ ځکه، چې په دغه کار مو سرتېري له مرگه ژغورل کیږي.
مدني فعالاحمد ذکي وایي، زمونږ مرگ و ژوند د سرتېرو له مرگ و ژوند سره تړل شوی؛ که سربازان نه وي، مونږ به هم نه وو.
دغه فعالان د وینو ورکړه د دولت مخالفینو ته کلک ځواب گني.
د دوی په وینا؛ دغه حرکت په ډاگه کړه، چې د افغانستان خلک د خپل ژوند تر پایه له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
دیني عالم محمد سالم حسني د عاشورا له ویرجنو وغوښټل، چې په سړکونو کې د وینو د تویولو په ځای امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړي.
هغو خلکو، چې وینه ورکړې دا کار خپل مکلفیت گڼي.
د تېرې لسیزې په وروستیو کلونو کې هم د وینو دغه راز کمپاینونه تر سره شوي دي.
باور دا دی، چې د وینو په ورکړه خلک غواړي وښیي، چې د ترهگرۍ خلاف دي او له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
خبریاله:لیدا نیازی