تازه خبرونه
ځینې سیاسي شنونکي کابل ته د راحل شریف سفر د پاکستان په نظر کې بدلون بولي
یو شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې افغانستان ته د راحیل شریف څلورم سفر او له افغان چارواکو سره د سولې د پروسې په اړه دهغه خبرې د دې څرګندونه کوي چې د پاکستان په نظر کې تغییر راغلی.
دغه سیاسي شنونکي په دې باور دي چی د پاکستان خراب سیاسي حالت ددغه هیواد چارواکي دې ته اړویستي تر څو د افغانستان په اړه خپله ستراتیژۍ کې تغییر راولي.
د مدني ټولنو د مجتمع رییس عزیز رفیعي:
“ډیر باید ورته هیله مند نه اوسیږو؛ خو دغه کارونه ټول په پاکستان کې دسیاسی، نطامي او اقتصادی بي ثباتۍ سره مخ دی، نو ځکه د دغه هیواد مسولین اړ شویي چې په یو نوي سیاسی بهیر ته د دغه هیواد چارواکي له افغانستان سره داخل شي.“
دغه کارپوهان په دې باور دي چی افغان چارواکو پر پاکستان د ملګرو ملتو نو له خوا فشارو نه راوړي او له تر هګرۍ سره د افغان حکومت استخباراتی مبارزه کې پرمختګ هم ددې لامل کیدایشي چې د پاکستان په ستراتیژۍ کې د افغانستان په اړه اساسي تغیرات رامنځ ته کړي.
د مدني ټولني غړی باری سلا:
“له افغانستان سره د پاکستان د ستراتیژۍ تغییر دوه برخي لري؛ لومړۍ افغان حکومت توانیدلی چې په ملګرو ملتونو کی د د یپلوماسي له لارې پاکستان تر فشار لاندې راوړي. دوهم مونږه په استخباراتي جګړه کی له پاکستان څخه وړاندې یو؛ ښایي دې کار هم د پاکستان په سیاست کې تغییر راوستی وي.“
که څه هم ځینی په دې باور دي چې پاکستان اوس هم په افغانستان کی په پټه د خپلو ګټو په تعقیب کې ده.
پوځي کار پوه جاوید کو هستاني