تازه خبرونه

ځینې هېوادونه د افغانستان د سولې بهیر د ګډوډولو هڅې کوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۹, ۱۳۹۹)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي؛ هېواد یې د سولې په بهیر کې د آسانتیاوو برابرولو په هڅه کې دی؛ خو ځینې نور هېوادونه نه پریږدي، چې دا بهیر یوې پایلې ته ورسیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په یوه راډیویي مرکه کې یو ځل بیا تینګار کړی، چې هېواد یې د افغان سولې په بهیر کې د آسانتیاوو برابرولو په هڅه کې دی؛ خو ځینې عناصر يې د تخریبولو کوښښ کوي. مخکې له دې اسلام آباد هند تورن کړی و، چې د سولې بهیر د تخریبولو په هڅه کې دی.

شاه محمود قریشي ویلي؛ یو شمېر تخریب کوونکي شته، چې خپلې ځانګړې اجنډاوې لري او نه غواړي په سیمه کې سوله راشي. دوی هڅه کوي، چې د افغانستان د سولې بهیر ګډوډ او د تاوتریخوالي د دوام له لارې غواړي اوربند د هغوی تر ادارې لاندې وي.

د ولسمشر پخوانی سلاکار طارق فرهادي ویلي؛ د پاکستان له لوري د دغو څرګندونو موخه د جوبایډن تر غوږونو د هند، پاکستان او افغانستان پر اړیکو د بیاکتنې رسول دي.          

طالبان هم مني، چې ځینې لوري د افغان سولې په بهیر کې خنډونه رامنځته کول غواړي؛ خو په ځانګړي توګه د چا نوم نه اخلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي: زه نه غواړم په دې اړه په ځانګړې بڼه وغږېږم؛ خو ټول پوهیږي، چې څوک د مشروعیت په لټه کې دي.         

مخکې له دې د پخلاینې عالي شورا مشر پاکستان ته په سفر کې ویلي وه، چې القاعده او نورې وسلوالې  ډلې او بهرني عناصر د افغان سولې بهیر د تخریب په هڅه کې دي.

Trending

Exit mobile version