تازه خبرونه

ځینې وکیلان: حکومت دې د امنیت په ټینګښت کې له جهادي قومندانانو کار واخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې ځيني غړي وايي؛ حکومت باید په ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت لپاره له پخوانیو جهادي قومندانانو او مخورو کسانو څخه کار واخلي.

دوی وايي چې که پخواني جهادي قومندان په امنیتي بنسټونو کې تنظیم شي، په ولایتونو کې به امنیت ټينګ شي.

د کورنیو چارو وزارت مسولین د امنیتي بنسټونو په غښتلتیا ټینګار کوي او وايي چې لیواله کسان کولی شي، په دغو لیکو کې ځای په ځای شي.

د افغانستان په زیاترو سیمو او ولایتونو کې لاهم د پخوانیو جهادي قومندانانو خبره د کاڼي کرښه بلل کیږي.

د ولسي جرګې غړی عبدالستار درزابی:

” د بیلگې په توګه په کندز کې قوماندان میرعلم نوم اخستی شو چې له زرو زیات کسان لري؛ نو که دا ډول کسان نظامې چوکاټ ته راداخل شي؛ نو له یوې خوا کولای شي ښه مشري یې وکړي او له بله پلوه د امنیت په ټنیګښت کې ګټور تمام شي.

د هغوی په باور دغه قومندانان مسلح دي او زیاتره وخت له وسلوالو مخالفینو سره جګړې کوي.

د ولسي جرګې غړی کمال صافي:

” که چيري دغه سیمه ییزي ملیشي او غیر مسول وسله وال تر په منظم پروګرام کې د یو چوکاټ لاندې راشي، او رسمیت ومومي او په ورته وخت کې له خپلو ملي امنیتي ځواکونو سره په ګډه له تروریزم سره جګړه پیل کړي، نو دا یو مثبت ګام دی.

د کورنیو چارو وزارت مسولین بیا وايي چې د ملیشې د جوړولو طرفداري نه کوي او هڅه کوي چې امنیتي لیکي پیاوړي کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش:

” د سیمه ییزو پولیسو له پروګرامونو څخه یو هم دا ده چې هغو یو شمېر کسانو ته چې په سیمه کې اوسیږي او له غوره شهرت څخه برخمن وي او علاقه ولري چې په دغو لیکو کې جلب شي، نو لاره ورته هواروو چې راشي. موږ هر ښاري ته ښه راغلاست وایو چې راشي او په دغو لیکو کې ودریږي.”

ځیني نور بیا له دغه نظر سره مخالف دي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلي:

” دولت کولای شي تر یوه قانوني چوکاټ لاندې دوی ځای په ځای کړي او ځینې امتیازات هم په پآم کې ورته ونیسې او هغه کسان چې د دغو وسله والو په سر کې دي، په یو ډول نه یو ډول راضي کړي، او په خپلو سیمو کې د امنیت په برخه کې ترې کار واخستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حمعیت او جنبش ګوندونو له طالبانو سره د وسلوالې مبارزې لپاره ایتلاف کړی.

Trending

Exit mobile version