انځوريز خبرونه

ځینې کاندید وزیران به په یوه یا دوه ورځو کې ولسي جرګې ته معرفي شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني له ځینو احتمالي کاندید وزیرانو سره چې ټاکل شوې ولسي جرګې ته معرفي شي، لیدلي دي.

د ولسمشرۍ ریاست ویاند نظیف الله سالارزی وایي، د ولسمشر د ژمنې له مخې به کابینه په خپل ټاکل شوي وخت کې معرفي شي او په دې برخه کې پرمختګونه هم حاصل شوي دي.

په همدې حال کې اجرایوي رییس عبدالله عبدالله ته یو نږدې کس عالمي بلخي وایي، ځینې کاندید وزیران به په یوه یا دوه ورځو کې د باور رایو د اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

ځینو سرچینو آریانا نیوز ته ویلي چې د افغانستان لوی درستیز شېر محمد کریمي به د ملي دفاع وزارت ته کاندید وي، فضل احمد معنوي به د کورنیو چارو وزارت، صلاح الدین رباني به د بهرنیو چارو وزارت، جیلاني پوپل به د مالیې وزارت، سردارمحمد رحیمي به د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، فیض الله ذکي به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، رحمت الله نبیل به د ملي امنیت لوی ریاست، سادات نادري به د کار او ټولنیزو چارو وزارت، ګل زی به د کلیو د بیا جوړولو او پراختا وزارت ته کاندیدان وي؛ خو تر اوسه هیڅ یوې باورې سرچینې دا نه ده تایید کړې.

اجرایوي رییس ته یو نږدې کس عالمي بلخي وایي، په نږدې ورځو کې به اقتصادي او امنیتي وزارتونو ته کاندید وزیران ولسي جرګې ته د باور د رایو د اخیستو لپاره معرفي شي.

په وروستیو کې ولسمشر هم ژمنه کړې چې د خلکو تمې به پای ته رسوي او د کابینې غړي به په یوه ځل ولسي جرګې ته معرفي کړي.

Trending

Exit mobile version