تازه خبرونه

څارونکي بنسټونه د رای ورځې له احتمالي غزولو خبر ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

څارونکي بنسټونه وايي، چې په بایو متریک سیستم کې د رای ورکوونکیو او د ګوتو د نښان او ستیکرونو لګول ډېر وخت ته اړتیا لري، چې له کبله به یې رای ورکوونکي ونشي کولی په یوه ورځ کې خپلې رایې وکاروي.

د ټاکنو پر ورځ به رای ورکوونکي څو پړاوونه وهي، چې خپله رای په رای کڅوړه کې واچوي؛ لومړی د رای ورکوونکي نوم په نوملړ کې کتل کیږي، وروسته د هغه پر تذکره د لګول شوي ستيکر ارزونه کیږي او بیا د بایو متریک له پړاوه تېریږي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ رييس یوسف رشید وايي، چې وخت ته پوره کتنه نده شوې؛ هر رای ورکوونکی درې دقیقو ته اړتیا لري، چې وکولی شي خپله رایه په رای کڅوړه کې واچوي. په دې حساب که د ټاکنو وخت نهه ساعته وي؛ نو د رای ورکولو په هر مرکز کې یوازې یو سلو اتیا کسان رايې کارولی شي، چې له دې سره ښايي ډېر کسان د رای له حقه بې برخې شي.

بایومتریک هغه سیستم دی، چې د څارونکیو په باور کارول یې وخت ته اړتیا لري. له همدې کبله د دوی د محاسبې له مخې ټاکنیز بهیر باید تر درې ورځو وغزول شي.

د افغانستان د ټاکنو د څار بنسټ غړی حبیب الله شینواری وایي، چې د رایو شمېرنه کیدی شي د شپې پر نهه بجو پیل شي؛ ځکه، چې د بایو متریک بهیر ډېر وخت غواړي او د رای ورکولو بهیر هم ناوخته تر سره کیږي. په دې توګه نشو کولی، چې ټاکنیز رڼښت د باور وړ ومنل شي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم وايي، چې که بایومتریک سیتسم وخت ونیوه؛ نو د ټاکنو وخت به وغزول شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا ريیس سید حفیظ الله هاشمي وایي: که اړتیا رامنځته شوه د رای ورکولو بهیر به وغزوو.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون منلې؛ د ټاکنو پر ورځ ښایي مامورین له بایو متریک سیستم سره پوره بلد نه وي، چې په لومړی سر کې به د رایو ورکولو بهیر هم ټکنی وي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version