تازه خبرونه

څلور بریتانوي وګړي د افغانستان له زندانه خوشي شول

Published

on

د بريتانيا حکومت د سې شنبې پر ورځ (د تلې ۱۸) په افغانستان کې د خپلو ۴ نیول شویو وګړیو له خوشې کېدو هرکلی وکړ.

د بریتانیا حکومت نن څرګنده کړې: مونږ د افغانستان د اوسنۍ ادارې له‌خوا د ۴ بریتانیاوي وګړیو، چې د افغانستان له قانون څخه د سرغړونې پر تور نیول شوي وه؛ له خوشې کیدو یې ستینه او هرکلی کوو.

د دغې اعلاميې له مخې؛ د بریتانياوي وګړیو د کورنیو پر استازیتوب مونږ د افغانستان له اوسنۍ ادارې او د دې هېواد له قوانینو څخه د سرغړونې له کبله بښنه غواړو.

د بریتانیا حکومت د دوی د هویت جزئیات خپاره کړي نه‌دي؛ خو ویلي یې دي، چې هغوي څلور سړي دي.

د روان کال په لومړیو کې بریتانياوي رسنیو د یوه داکتر، د هوتل د یوه مدیر او یوه «خطرناک سیاح» په ګډون د درې بریتانياوي کسانو له نیولو خبر ورکړی و.

تر دې دمه څرګنده نه‌ده، چې ایا دا درې کسان په خوشې شویو کسانو کې راغلي او که‌نه.

Trending

Exit mobile version