سیمه ییز خبرونه

څلور تنه د ښاري محکمو لخوا په اعدام محکوم شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کندهار د محاکمو ریاست لخوا دوه تنه د وسله والو غلاو او وژنو په جرم په اعدام محکوم شول. ويل كېږي، چې دې دوو تنو د خپلو وسله والو په مرسته په كندهار ښار او اړوندو ولسواليو كې غلاوې كولې او هم يي يو كس وژلى دى.
د کندهار ښاري محکمې هغه دوه تنه، چي ۴ میاشتي وړاندې يې یو تن وژلى او موټر يې ترې غلا کړي و، د سې شنبې په ورځ ( د سلواغې ۲۹ ) علني محکمې ته حاضر کړل.
پر دغو کسانو تور وو، چي په کندهار ښار او ولسوالیو کي يې غلاوې کولې او د خلكو مالونه به يې لوټول، چي د ښاري محکمې لخوا پرې جرمونه ثابت او د علني محکمې په ترڅ کي په اعدام محکوم شول.
د ښاري محکمې رئيس قاضي عبدالحلیم مسلم له امنيتي ارګانونو وغوښتل، چي د یادو دوو تنو نور ملګري، چي له دوی سره په وسله والو غلاوو او قتلونو کې لاس لری هم ژر تر ژره ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې په وروستيو كې په كندهار ښار او ولسواليو كې وسله والې غلاوې زياتې شوي، چې د خلكو اندېښنې يي را پارولې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه تنه په فاریاب ولایت کې هم د وژنو په تور په اعدام محکوم شول.

د فاریاب د استیناف محکمې هغه دوه تنه، چې یوه یی خپله ښځه او خواښی وژلي او بل یی خپل پلار وژلی په اعدام محکوم کړل.

هغه کس، چی د خپل پلار په وژنه محکوم دی وایي، چې پلار یی د ده په ښځې جنسي تېری کړی وو، نو ځکه یی خپل پلار وواژه.

دوهم کس د نامعلومو دلایلو له مخی خپله ښځه او د ښځی مور یی وژلي دي.

د فاریاب د استیناف محکمی وروسته له پلټنو دغه دواړه کسان په اعدام محکوم کړل.

ځینې کارپوهان وایي، چې د کشفی ارګانونو د تخنیکی او کشفې ظرفیتونو د ټیټوالې له کبله ډېری داسې پېښې د قراینو او شواهدو په اساس فیصله کېږي، چې په داسې حالاتو کی د عدالت پلي کول هم ستونزمن کار دی.

Trending

Exit mobile version