تازه خبرونه

څلور نورې ولسوالۍ هم وسلوالو طالبانو ونیولې

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۰)

امنیتي ځواکونو د فراه له انار درې، د روزګان له خاص روزګان، د سرپل له ګوسفندي او صیاد ولسوالیو بشپړ شاتګ کړی دی.

د سې شنبې پر شپه امنیتي ځواکونه د سرپل له دوه ولسوالیو پر شا شول. په داسې حال کې، چې د سرپل په مرکز کې جګړې روانې دي.

وسلوالو طالبانو د فراه د انار درې ولسوالۍ ودانۍ له نیولو وروسته پر بمونو والوځولې او له خاورو سره یې خاورې کړې.

دغه راز د پلخمري ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمه کې یو مرکز طالبانو نیولی، چې په کې شپږ پوځیان وژل شوي او ۱۶ نور یې نیولي.

د روزګان والي محمد عمر شېرزاد منلې، چې د خاص روزګان ولسوالۍ، امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت ادارې ځینې برخې او دولتي تاسیسات د سې شنبې پر ورځ د طالبانو لاسونو ته لویدلي دي.

د هېواد د لویدیځ په درې ولسوالیو، د فراه په ځینو برخو، غور او بادغیس کې د دولتي ځواکونو او طالب جنګالیو تر منځ نښتې روانې دي.

د پروان د غوربند د څلور ګونه ولسوالیو په اړوند سیمو کې له دوه ورځو راپدیخوا جګړې روانې دي، چې د سیمه ییزو مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په غوربند کې د نمک آب سیمه د طالبانو لاسونو ته لوېدلې.

د نیمروز والي زمریالی احدي وایي، چې په نیمروز کې له یوې اوونۍ  راپدیخوا امنیتي او دفاعي ځواکونه بریالي شوي، چې خاشرود ولسوالي د طالبانو له شتون پاکه کړي او  ځاني زیانونه ورواړوي.

په نورو سیمو کې هم افغان ځواکونو د طالبانو په وړاندې پرمختګونه کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي، چې طالبان نشي کولی بریالي شي.

ملي اردو وایي، چې له دوه سوه زره ډېر امنیتي او دفاعي ځواکونه په ۲۲ ولایتونو کې له مخالفانو سره په جګړه کې دي او د دې جګړې لمن هره ورځ پراخیږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال هم ویلي، چې د طالبانو پرمختګ په یوه نرۍ تړانګه کې دی، چې ژر به د دوی پر ادیره بدل شي.

Trending

Exit mobile version