تازه خبرونه
څلویښت کاری نوي ستندردونه د مسلکي زدهکړو معينیت ته وسپارل شول
د کار او ټولنیرو چارو وزارت د حرکت موسسې په مرسته په نړیوالو معیارونو څلویښت كاري ستندردونه ټاکلي، چې د پوهنې وزارت لخوا به په نيمه لوړو تحصيلي موسسو كې د محصلينو ته وړاندې شي.
د کار او ټولنیرو چارو وزارت مرستیال حسام الدین همراه وايي:
په بازار كې دغه كاري ستندردونه له شاوخوا ۴۵۰ كمپنيو سره له سلا مشورو وروسته برابر شوي دي.
د دغو ستندردونو د برابرولو لپاره له دوه زره يوولسم كال راهيسې كار پيل شوى، چې پر بشپړيدو يې نږدې دوه ميليون دالره لگښت راغلى دى.
د پوهنې وزارت مرستیال محمد آصف ننگ وایي، چې که څه هم د پوهنی وزارت د کار د مارکیت د اړتیا پر اساس خپل پروگرامونه برابر کړي؛ خو اوس هم ۱۵۰ نورو کاري ستندردونو ته اړتیا ده، چې د کار او ټولنیرو چارو وزارت يې بايد برابر كړي.
ښاغلی ننگ زیاتوي، چې يو كال وروسته به پوهنې وزارت په نيمه تحصيلي موسسو كې هر كال پېنځه سوه زره كسان د ماركيت پر معيارونو برابر فارغ كړي.