تازه خبرونه

څلیریشت کاله مخکې طالبانو کابل نیولی و

Published

on

څلیریشت کاله مخکې د تلې پر شپږمه طالبانو کابل ونیوه او د برهان الدین رباني د حکومت له ماتولو وروسته یې سپین رپی پورته او امارتي نظام یې جوړ کړ.

طالبانو کابل ته له ننوتو سره سم پخوانی ولسمشر داکتر نجیب ځندۍ کړ او خلکو ته یې د خپل حکومت څرنګوالی په ډاګه کړ.

طالبانو پر ټنګ ټکور او نڅاوو بندیز ولګاوه او په نصاب کې یې د خلکو په وینا له خپلې روحیې سره جوړ دیني مضامین ځای پر ځای کړل.

نجونې د هغه وخت د شرایطو سره سم له ښوونځيو را وګرځول شوې او ښځو په دولتي ادارو کې د کار اجازه نه درلوده.

ځينې کسان، چې د هغه وخت خاطرې ور سره دي وايي، چې په جګړو کې وران شوي کابل د طالبانو له راتګ وروسته داسې بڼه غوړه کړه، چې ګواکي دلته ژوند په ټپه دریدلی او ساکښان ترې تښتیدلي وي.

د افغانستان د سولې کور غړې نګینه یاري د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د څو کلونو وه؛ خو وایي، چې له هغه وخته ترخې خاطرې لري.

هغه وايي، چې اوس هم د طالبانو د امر باالمعروف د نوم په اوریدو د ډار احساس کوي.

له شل کلونو جګړو وروسته اوس له طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي.

کابل ښاریان وايي، چې له جګړې ستړي دي او چمتو دي، چې طالبان ومني؛ خو پدې شرط، چې پخوانیو ظلمونو ته مخه نکړي.

طالبانو کابل ته د ننوتو د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې د تلې شپږمه د استقلال ورځ بللې او افغانانو ته یې مبارکي ویلې ده.

 طالبانو پېنځه کاله حکومت وکړ او د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایئلاف په بریدونو کې یې واکمني ړنګه شوه؛ خو کرار کښینناستل او نولس کاله یې بیا جګړه وکړه.

له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا په قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته د اړیکو ټینګولو دمه ییزې خبرې روانې دي، چې څنګه کیدای شي، روانې جګړې ته د پای ټکی کیدي.

Trending

Exit mobile version