سیمه ییز خبرونه

څه باندې اويا زره تاريخي آثار ملي موزيم ته ليږدول شوي نه دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي موزيم مسوولين وايي، له ۲۰۰۷ كال را په ديخوا د موزيمونو د نړيوال سازمان او نړيوالو پوليسو له خوا د افغانستان د تاريخي آثارو د بېرته ليږدولو بهير پيل شوى او اوس هم روان دى.

د ملي موزيم رييس عمراخان مسعودي وايي، په دې آثارو كې په قلم ليكل شوى يو ټوك قرآن كريم، شپږ تورې، څلور تومانچې، يو ساعت او په زر گنډل شوې پردې دي، چې د بېلابېلو اشخاصو او ځينو هېوادونو له خوا حامد كرزي ت ډالۍ شوې دي.

ښاغلى مسعودي زياتوي، دا بهير كولى شي نورو افغانانو ته ښه بېلگه وي، چې خپل تاريخي آثار ملي موزيم ته وسپاري.

بل خوا د ملي موزيم رييس عمراخان مسعودي په ډاگه كړې، چې د افغانستان د غلا كړل شويو تاريخي آثارو د بېرته ليږدولو پروسه د ملي او نړيوالو بنسټونو له خوا دوام لري او د دغو آثارو د ثبت او ډيټابيس بهير هم روان دى.

ويل كيږي، چې اوس هم  د افغانستان تر اويا زرو زيات تاريخي آثار، چې په تېرو جگړو كې لوټ شوي بېرته ملي موزيم ته نه دي سپارل شوي.

Trending

Exit mobile version