تازه خبرونه

څه باندې شپږ سوه پنځوس کڼو ته د اورېدو دستګاوې وویشل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د ستارکي بنیاد په همکاري سره د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې څه باندې شپږ سوه پنځوس کڼو ته د اورېدو دستګاوې وویشلې.
د بیات بنیاد رئیس انجینراحسان الله بیات وایي، دا دستګاوې د هغو کسانو د اورېدو حس ژوندی کوي چې کلونه کلونه ترې بې برخې وو. ښاغلی بیات ټینګار کوي چې د افغانستان د پرمختیا او د نمیګړتیاو د لرې کولو لپاره به هوډمن پاتې شي.
ښاغلی بیات زیاتوي؛ بنیاد بیات خوښ دی چې د ستارکي له بیناد سره په دې لومړني اقدام کې ملګری دی. دا بنیاد به د هېواد په بیلابیلو برخو کې د نیمګړتیاو د لرې کولو او ظرفیت جوړولو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
انجینر احسان الله بیات همدا راز ټینګار کوي چې له دې کڼو به هغه افراد سر اوچت کړي چې د هېواد او نړۍ برخلیک به وټاکي.
استارکي امریکایي بنسټ دی چې تر اوسه یې په څه باندې سلو هېوادونو کې له کڼو سره مرستې کړي دي. کوم بنسټ چې مسوولین یې ټینګار کوي چې د انسانانو د اورېدو د احساس را ژوندي کول، د دوي اصلي مقصد دی.
بیل آستین د استارکي د بنیاد لوی رئیس , وايي؛ د اورېدو قوه د زدکړو او ښونې لپاره بنسټیز ارزښت لري، او په وینا یې دوی هڅه کوي هغه انسانان چې له دې نعمت بې برخې دي، لکه نور کسان وکړای شي واوري او له دې نعمت څخه په ګټې اخیستو په خپل ژوند کې روښنایي راولي.
بلخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرسته آمنه افضلي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیز خوندیتوب په برخه کې په دولت له دې امله نیوکه کوي چې لږه بودجه یې ځانګړې کړې ده. دوي په دې برخه کې د بیات بنیاد مرستې او همکاري ستایي.
نجیب یو له دې کڼو څخه دی؛ هغه په اشارې سره وایي، د اورېدو د دستګاو له لګولو وروسته یې ځینې هغه کلمات اوریدلي چې په ماشومتوب کې یې اوریدلي وو. هغه لکه نورو سلګونو کڼو کولای شي د طبیعت له غږ خوند واخلي او د خپل مور او نورو خپلوانو غږ واوري.
ډاکټر محمد مستور د غوږ یو تن متخصص داکټر وایي، دا دستګاه کولای شي د کڼو د خبرو کولو وړتیا په تمرین کولو سره پیدا کړي.
بیات بنیاد په وروستیو کلونو کې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړي دي.

Trending

Exit mobile version