پرمختګ او بشپړتیا

څه د پاسه ۱۵ زره راستنیدونکیو ته کاري زمینه رامنځته شوې-کریمي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کلیو او پراختیا وزارت د ۹ ولایتونو څه د پاسه ۱۵ زره راستنیدونکیو ته کاري زمینه رامنځته کړې ده.

د کلیو او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وایي، په ۹ ولایتونو کې د ۱۵ زره راستنیدونکیو لپاره د کاري بوختیاوو د رامنځته کولو لپاره د غالۍ اوبدلو وسایل وېشل شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ د بېرته راستنیدونکیو لپاره د کاري بوختیاوو لپاره څه د پاسه ۵ زره د غالۍ اوبدلو وسایل او کارګاوې چمتو شوې دي.

د غالیو اوبدلو د مرکزونو د جوړولو مسوول سید عباس وایي، د غالیو اوبدلو د اړتیا وړ توکي به تر درې میاشتو چمتو شي.

ویل کیږي هر کال په هېواد کې څه باندې یو میلیون متر مکعب غالۍ اوبدل کیږي؛ خو دغه غالۍ د پوره ظرفیت د نشتون له کبله د افغانستان له نښې پرته ګاونډ هېوادونو ته لیږدول کیږي او بیا دا غالۍ نورو هېوادونو ته د خپل هېواد پر نوم او مارک صادروي.

Trending

Exit mobile version