تازه خبرونه

څه نا څه  شپږ میلیون افغانان بې ځایه دي – د مهاجرت اداره

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۳, ۱۴۰۰)

د مهاجرت نړیواله ټولنه (IOM) په یوه راپور کې ویلي، چې اوسمهال شاوخوا شپږ میلیون افغانان په ټول هېواد کې بې ځایه شوي دي.

یادې ټولنې زیاته کړې، چې ۴ میلیون و ۴۴۲ زره ۹۳۳ کسان د جګړو او یو میلیون ۳۸۹ زره او ۵۲۱ نور د طبیعي پېښو له کبله بې ځایه شوي دي.

د مهاجرت ادارې زیاته کړې؛ هرات دمګړۍ د یو میلیون بې ځایه شویو کسانو کوربه دی.

دې ټولنې په ډاګه کړې، چې تېر زېږدیز کال د اغفغانانو لپاره بد کال و او سږ کال هم شاوخوا یو اعشاریه درې میلیون افغانان بې ځایه شوي دي.

د سرچینې د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د هېواد ډېر شمېر خلک بې ځایه شوي دي.

دغه راز څرګندوي؛ د مهاجرت اداره اټکل کوي، چې په سلو کې دوه شپېته بې ځایه شوي د اوړي په میاشتو کې د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر سر د زیاتې شوې شخړې له کبله بې ځایه شوي، چې وروسته د حکومت د چټک بدلون لامل شو.

دغه سازمان زیاته کړې، چې په تېرو څلور کلونو کې څه باندې څلور میلیون افغانانو د اقتصادي ستونزو او جګړو له کبله افغانستان پریښی او ترې وتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت په وار وار پر افغانانو غږ کړی، چې هېواد ته راستانه شي.

Trending

Exit mobile version