تازه خبرونه

څه نا څه نیم میلیون افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي – پاکستان

Published

on

د پاکستان د لنډمهالي حکومت کورنیو چارو وزیر د جمعې پر ورځ ویلي، چې شاوخوا نیم میلیون افغان وګړي، چې له قانوني اسنادو پرته اوسېدل؛ په تېرو دوه میاشتو کې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د لنډمهالي حکومت کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د جمعې پر ورځ په اسلام‌آباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې په تېرو دوه میاشتو کې له ۴۸۲ زره ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي، چې ۹۰ سلنه یې پخپله خوښه ستانه شوي دي.

هغه زياته کړې؛ پاکستان د هغو لس افغانانو د شړلو پرېکړه هم کړې، چې په قانوني توګه اوسېدل؛ خو په سياست کې يې لاس درلود.

هغه دا هم ویلي؛ یوازې پاکستانيو وګړیو ته اجازه شته، چې په هېواد کې سیاسي فعالیتونه وکړي. هر بهرنی، چې په هر ډول سیاسي فعالیت کې ښکېل وي سمدلاسه به وشړل شي.

سرفراز بګټي د هغو لس افغان وګړیو نومونه وانه خیستل، چې له پاکستان څخه ایستل شوي او د پاکستان په سیاست کې د هغوی د هڅو په اړه یې جزئیات ورنه‌کړل.

هغه ويلي، چې په لومړي پړاو کې به يوازې ناقانونه افغانان وايستل شي؛ خو د وخت له تېرېدو سره بايد ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه پاکستان له تېرو څلوېښت کلونو راپدیخوا د دوى کوربه دى.

بګټي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ اسلام‌آباد ته په خپل دوه ورځني سفر کې د بهرنيو چارو وزير او لوى درستيز په ګډون له پاکستانيو چارواکو سره کتلي دي.

ویسټ د شنبې پر ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې غونډو کې یې د تحریک طالبان له‌خوا د رامنځته شویو امنیتي ستونزو او د افغان مهاجرینو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې.

Trending

Exit mobile version