تازه خبرونه

څه نا څه ۱۶ زره شکایتونه ثبت شوي او نن شپه ۱۲ بجې دا بهیر پای مومي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواکمیسیون مسوولینو ویلي، چې د شکایتونو د ثبتولو له پای ته رسیدو وروسته به د شکایتونو څېړل پیل شي.

د شکایتونو د ثبت د درېیمې ورځې تر ناوخته د ثبت شویو شکایتونو شمېر ۱۶ زره ته رسیدلی و.

د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته نوماندان او نور معترض کسان دوه اویا ساعته وخت لري، چې د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې خپل شکایتونه ثبت کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون غړی قطب الدین رویدار وایي: زه د افغانستان خلکو ته  ډاډ ورکوم، چې مونږ به پر ټولو شکایتونو لاسرسی مومو او د قانون او کړنلارې له مخې به پرېکړې کوو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته به لیږدول کیږي.

د شکایتونو پر درېیمه او وروستۍ ورځ له غرمې وروسته د بېلا بېلو ټاکنډلو لخوا د ثبت شویو شکایتونو شمېر ۱۶ زره ته رسیدلی و.

د دولت جوړوونکې ډلې غړی عصمت الله تیموري وایي، چې مونږ تېره ورځ او نن څه نا څه دوه نیم زره شکایتونه ثبت کړي دي.

د سولې او اسلامي عدالت ډلې غړی سیف الرحمان حبیبي ویلي؛ مونږ څه نا څه پېنځه زره شکایتونه ثبت کړي دي.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې ویلي، چې له اته زره ډېر شکایتونه مو ثبت کړي دي.

د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امر الله صالح ټينګار کړی، چې د ننګرهار ولایت نهه زره هغه رایې هم د اعتبار وړ وګڼي، چې د ننګرهار ولایت له بایو متریک دستګاوو څخه مرکزي سرور ته لیږدول شوي ندي.

نوموړي د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو غړی تورن کړی، چې د ثبات او همپالنې ډلې په ګټه کار کوي. 

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرئیه رییس یوسف رشید وايي، چې د شکایتونو د ثبت لپاره روانو سیالیو د شکایتونو کیفیت تر پوښتنې لاندې راوستی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی مشر داوود علي نجفي په دې باور دي، چې که ټول شکایتونه په پوره پاملرنه وڅېړل شي؛ ټاکنې دوه یم پړاو ته ځي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون څلوېښت ورځې وخت لري، چې شکایتونه وڅېړي او پایلې یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته واستوي.

Trending

Exit mobile version