سیمه ییز خبرونه

څوك چې د ځانمرګو بريد ګرو د لېږلو له لارې افغانان وژني، بايد ونه بخـښل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د مشرانو جرګې ځينې غړي وايې، څوك چې د ځانمرګو بريد ګرو د لېږلو له لارې افغانان وژني، بايد ونه بخـښل شي. دوی په كابل او كندهار ولايتونو كې وروستيو ځانمرګو بريدونو ته په غبرګون كې ويلي، دولت بايد د دې بريدونو له عاملانو سره سوله ونه كړي.

تېره اوونۍ په كندهار او كابل ښارونو كې ځانمرګي بريدونه وشول، په دې بريدونو كې ګڼ كسان ووژل شول او له سلو زيات ټپيان شول.

د كندهار امنيتي مسئولين وايې، د عينو مېنې په اړوندو كې وروستى بريد كويټې شورا تنظيم كړى و، خو د كابل د شاه شهيد په سيمه كې د ځانمرګي بريد مسئوليت د ګلبدين حكمتيار اسلامي حزب په غاړه واخيست.

د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د يكشنبې ورځې( د غویی ۲۹ )  په عمومي ناسته كې د اسلامي حزب  لخوا د كابل په شاه شهيد سيمه كې ځانمرګی بريد د اسلام ضد كړنه او ویی غندله، همدارنګه د پېښې د عاملينو د نيولو غوښتونكي شول.

بلخوا مشرانو جرګې په هرات كې د يوه ماشوم دوو وژونكو ته د اعدام سزا وستايله.

دا يواځې مشرانو جرګه نه ده، چې  په هرات كې د يوه سوداګر د زوى د وژونكو اعدامول ستايي، ګڼو عامو افغانانو په ځانګړې توګه د وژل شوي ماشوم علي سينا د كورنۍ غړي د حكومت له دې اقدام هركلى كوي.

Trending

Exit mobile version